تازه خبرونه
په هېواد كې د كار ملي پاليسي پلي كيدو ته وړاندې شوه
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د كار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، د بې كارۍ د له منځه وړلو لپاره د كار موندنې ملي پروگرام جوړ او پلي كيدو ته وړاندې شو.
دكار او ټولنيزو چار وزارت وياند علي افتخاري وايي:
د دغه پروگرام په تطبيق به په هېواد كې د بې كارۍ ستونزه تر ډېره حل شي.
د دې پروگرام درې مهمې برخې د كرنيز سيستم پر پرمختيا او پياوړتيا، د كانونو پر را سپړلو او د بشري قوې د وړتياوو پر لوړوالي ټينگار لري.
د كار او ټولنيزو چارو وزارت وياند له نوي حكومته غواړي، چې دغه پروگرام روان وساتي.
د بې كارۍ د ستونزې د له منځه وړلو لپاره د كار او ټولنيزو چارو وزارت دا هڅې په داسې حال كې پيل شوي، چې د رسمي شمېر له مخې، همدا اوس لس ميليون وگړي د كار پر شرايطو برابر دي؛ خو له دې كسانو څخه شاوخوا درې ميليون يي بې كاره دي.