سیمه ییز خبرونه
په هېواد كې د كاست نړيوال بنسټ په همكارۍ يوه نوې څانگه پرانيستل شوه
د افغانستان د اقتصاد وزارت په ودانيزو او بېخبنايي پروژو كې د فساد د مخنيوي په موخه د كاست نړيوال بنسټ په همكارۍ يوه نوې څانگه پرانيستل شوه.
د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي، چي د افغانستان په بېخبنايي او ساختماني پروژو كي د اداري فساد له كبله د افغانستان د پرمختيا مخه ډب شوې ده.
د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي:
د كاست له نړيوال بنسټ سره د بېخبنايي پروژو د څارنې په موخه يو هوكړه ليك لاسليك شو.
ښاغلى عبدالهادي ارغنديوال زياتوي:
په تېرو لس كلونو كې د مرستندويه هېوادونو له خوا د ډېرو ساختماني او بېخبنايي پروژ پايلې رڼې نه دي.
د ولسمشر سلاكار محمد ياسين عثماني وايي:
د اداري فساد له كبله افغانستان له لوى ناورين سره مخ دى او د فساد په وړاندې د مبارزې په موخه جوړو شويو بنسټونو په ډېرو برخو كې ښه پايله نه لرله.
هغه هيله څرگنده كړه، چې د اقتصاد په وزارت كې د دې څانگې په جوړيدو وتوانيږو، چې د نړيوالې ټولني لخوا د پروژو د تطبيق په برخه كي كره معلومات تر لاسه او د فساد په مخنيوي كي به ښه پايله ولرو.
په ساختماني سكتور كي د رونټيا نړيوال بنسټ يا كاست وايي:
افغانستان د ساختماني پروژو په برخه كي ډېرې ستونزي لري او ژمن يو، چي د فساد په له منځه وړلو كې له افغانستان سره مرسته او همكاري وكړو.
د يادونې وړ ده، چې كاست يو نړيوال بنسټ دى، چې د ساختماني پروژو د شفافيت په اړه څېړنه كوي.