سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې د كرنيزو ځمكو د اوبه خوړ ۱۸ تړونونه لاسليك شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د كرنې وزارت له بېلابېلو ساختماني شركتونو سره د كرنيزو ځمكو د اوبه خوړ ۱۸ تړونونه لاسليك كړل.

د كرنې او اوبو رسولو وزير محمد آصف رحيمي وويل:

د كرنيزو ځمكودا پروژې ۴۱ ميليون امريكايي دالر لگښت لري، چې د نړيوال بانك په مالي مرسته د افغان دولت د ملي بديجې له لارې لگول كيږي.

د كرنې او اوبو رسولو وزير رحمي زياته كړې، چې:

د اوبه خوړ دا پروژې به د هېواد په بېلابېلو ولاتيتونو كې پلې شي.

د كرنې او اوبو رسولو وزير وايي:

دغه وزارت هڅه كوي، چې د اوبو سرچينې پراخه كړي او د اوبه خوړ سيستم په كرنيزو ځمكو كې د ډاډ وړ پايلې ولري.

د ننگرهاركانال د بيارغونې په گډون به د اوبه خوړنوي سيستمونه  د هېواد په يوولس ولايتونو كې جوړ شي.

د دغه وزارت د وزير په وينا به تر ۱۳۹۲ل كال پورې د ۱۳۰ كانالونو د جوړولو چارې پيل شي.

دا په داسې حال كې ده، چې د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي:

گاونډ هېوادونه په دې هېواد كې د كانالونو د جوړولو مخه نيسي.

د ولسي جرگې غړى محمد داود كلكانى وايي:

په هېواد كې روان جنگ د گاونډ هېوادونو تر منځ د اوبو په سر جگړه ده.

سره له دې، چې افغانستان پراخې كرنيزې ځمكې لري؛ خو د اوبه خوړ د غوره سيستم نشتوالي خلك اړ كړي ، چې له ځمكو ناوړه او ناسمه گټه پورته كړي.

د يادونې وړ ده، چې همدا اوس د هېواد اته ميليون هكتار ځمكه د كرنې لاندې ده، چې پېنځه ميليون هكتار يې اوبه لري او پاتې نوره للمي كرل كيږي.

Trending

Exit mobile version