سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې د كوكنارو د كښت كچه شپږ دېرش سلنه لوړه شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په افغانستان كې د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت وايي، په روان ميلادي كال كې په هېواد كې د كوكنارو د كښت كچه شپږ دېرش سلنه لوړه شوې ده.

په افغانستان كې نشه يي توكي او په تېره بيا كوكنار كر هغه ستونزه ده، چې له تېرو يوولسو كلونو را په دېخوا د دولت او نړيوالو مرستندويه بنسټونو له هڅو سره سره تراوسه په خپل ځاى پاتى او يا هم د ډېروالي په حال كې ده.

د افغانستان د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت او د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې نړيواله ادارې يوه نوې سروې، چې په روان ميلادي كال كې شوې ښيي، چې په دغه هېواد كې د كوكنارو د كښت كچه د تېر كال په پرتله ۳۶ سلنه لوړه شوې ده.

د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې وزارت سرپرست دين محمد مبارز راشدي په دې كار اندېښنه ښيي او وايي، د دولت او نړيوالو مرستندويو بنسټونو له هڅو سره سره هم دا ستونزه د ډېروالي په حال كې ده.

په دغه وزارت كې چارواكي همدارنګه زیاتوي كوكنار ډېر په هغو نا امنو سيمو كې كرل كېږي، چې د دولت حاكميت په كې كمزورى دى.

په همدې وخت كې د نشه يي توكو پروړاندې د ملګرو ملتونو اداره وايي، كه څه هم د نشه يي توكو پرضد د مبارزې په موخه تګلارې جوړې شوې، خو بيا هم دا ستونزه شته او په دې برخه كې د ټولو ادارو همغږي كار ته اړتيا ده.

په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د نشه يي توكو پروړاندې د مبارزې مسئول جان لوګ لمايو وایي، په تېرو كلونو كې د توليد شويو نشه يي توكو ۳۴ سلنه نيول كېدل، سږ كال چې توليد يې ډېر شوى هم دى خو د نيولو كچه يې له ۱۱- ۱۲ پورې را ښكته شوې ده.  

د نشه يي توكو پرضد د مبارزې وزارت او ملګرو ملتونو ګډ رپوټ د تېر په پرتله په نړيوالو بازارونو كې د ترياكو د بيې لوړوالى، په ځينو سيمو كې د حكومت كمزوري واكمني او له افغانستانه د نړيوالو ځواكونو د وتلو آوازې هغه لاملونه ګڼي، چې وايي له امله يې د كوكنارو په كر كې ډېروالى راغلى دى.

Trending

Exit mobile version