سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې د نفوسو له زياتيدو سره د جرمونو كچه هم لوړه شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د احصايې ملي اداره وايي، چې په تېر يو كال كې  د جرمونو كچه دوه برابره زياته شوې ده .

د احصايې ملي ادارې د افغانستان اوسنۍ نفوس اوه ويشت ميليون اټكل كړى دى.

دغه شمېر ښييي، چې د ۱۳۹۰ل كال په پرتله په ۱۳۹۱ل كال كې  د افغانستان نفوس پېنځه سوه زره تنه زيات شوى دى.

د ازادو رسنيو ملاتړ ادارې مشر وحيد الله توحيدي وايي:

د وركړ شوي رپوټ له مخې، د قتل ، غلا ، اختطاف، اختلاس، له زندان څخه تېښتې، د نشه يې توكو قاچاق، رشوت، وهلو ټكولو، قمار، زنا، جعل او نور گڼ جرمونه په ۱۳۹۰ل كال كې د ۱۳۹۱ كال په پرتله دوه برابره زيات شوي دي.

كه څه هم  يو شمېر كار پوهان په هېواد كې د جرمونو د كچې لوړيدل د اندېښنې وړ بولي؛ خو د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې:

د تېر كال په پرتله په روان كال كې د جرمونو كچه ټيټه ده، خو د جرمونو د شمېر وړاندې كول د احصايې د دارې كار نه دى.

كارپوهان وايي، چې په اوسني افغانستان كې بايد د احصايې اداره د هېواد د نفوسو شمېر معلوم كړي.

Trending

Exit mobile version