سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه ۲۹ سلنه لوړه شوې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په داسې حال كې، چې د ښځو نړيواله ورځ يا د مارچ اتمه د يو شمېر دولتي بسټونو له خوا نمانځل كيږي، خو د بشري حقونو خپلواك كميسيون په افغانستان كې د ښځو په وړاندې روان لمريز كال د افغان ښځو له پاره له تاوتريخوالي ډك كال بولي.

په دې بنسټ كې چارواكي وايي:

د تېر كال په پرتله د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه ۲۹ سلنه لوړه شوې ده.

په همدې وخت كې د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي:

په حكومت كې د طالبانو فكري اغېز د ښځو د وروسته پاتې والي لامل شوى دى.

له بلې خوا د افغانستان ملي ائتلاف په تېره يوه لسيزه كې د ښځو پرمختگ ته هيله من دى، خو په ټولنيزو چارو كې د حكومت كړنۍ عملي نه بولي.

د بشري حقونو خپلواك كميسيون د تازه معلوماتو له مخې په هېواد كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو شمير۵۷۰۱ پېښو ته رسيدلى دي.

په تېرو دوه كالونو كې په دغه بنسټ كې د ناموسي وژنو ۱۸۹ پيښې،  پر ښځو د جينسي تېريو ۱۳۹ پېښې ثبټ شوې دي.

د بشري حقونو د كميسيون د ښځو همغږي كوونكې لطيفه سلطاني وايي:

د دغو پېښو نوي سلنه عاملين نارينه ښودل شوي دي.

د ولسي جرگې غړې فوزيه كوفي وايي، چې:

په دولت كې د وسلوالو طالبانو د ليدلوري نفوذ د افغانستان د ښځو د وروسته پاته والي لامل دى.

د ملي ائتلاف د مشرتابه غړى محمد يونس قانوني  او د دې ائتلاف غړې گل مكۍ ساپۍ په حكومتي پرېكړو كې د ښځو گډون گټور بولي او پر دولت نيوكه كوي، چې د ښځو لپاره د ډاډ وړ پروگرامونه په پام كې نه لري.

د همفكرو ځوانانو بنسټ په استازيتوب سجيه يارمل وايي:

يو شمير ميرمنو د ښځو په وړاندې د تاوترخوالي د زياتيدو له كبله د ملي شورا په وړاندې لاريون وكړ، چې د خپل  ټولنيز وضيعت په اړه اندېښمنې دي.

د افغانستان د ښځو د شبكې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۳ م كال په لوړيو دوه مياشتو كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ۱۷۰ پېښې ثبت شوي، چې ډېره برخه يې ناموسي وژنې دي.

Trending

Exit mobile version