سیمه ییز خبرونه
په هېواد كې له اساسي قانون سرغړونې د اندېښنې وړ دي
د اساسي قانون پر تطبيق د څار كميسيون په افغانستان كې له قانون څخه د سرغړونې پرحاكم دود اندېښنه ښيي.
د اساسي قانون د تصويب له كليزې سره سم د اساسي قانون پرتطبيق د څارنې كميسيون يوه دوه ورځينۍ ناسته جوړه كړې، چې په هېواد كې د اساسي قانون د پلي كيدو لپاره لارې چارې ومومي.
د طالبانو د رژيم له تمبولو او په ۱۳۸۲ل كال په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې له حضور وروسته دا هېواد د نوي اساسي قانون خاوند شو؛ خو د پلي كيدو په اړه يې تل اندېښنې موجودې دي.
د اساسي قانون پر تطبيق د څاركميسيون رييس گل رحمان قاضي وايي، په هېواد كې له قانون څخه د سرغړونې له كبله ترپوزې راغلي يو.
نوموړى د ولسواليو شوراگانو د غړيو او ښاروالانو نه ټاكل كيدل له اساسي قانون څخه د دولت يوه بله سرغړونه گڼي.
د اساسي قانون د لويې جرگې غړى اسماعيل قاسميار په دې اند دى، چې په افغانستان كې له قانون څخه ډېرسرغړونكي زورواكان دي.
د افغانستان اساسي قانون د مرغومې په ۲۱ په ۱۳۸۲ل كال په ۱۲ فصلونو او ۱۶۲ مادو كې د اساسي قانون د لويې جرگې له خوا تصويب شو.