سوداگري
په هېواد كې يو شمېر سوداگرو د نفتي توكو بيه لوړه كړه
تېره چارشنبه(د وږي ۶) حكومتي پلاوي د غضنفر د تېل چاڼځي له چارو څېړنه تر سره كړه او چارې يې و ځنډول شوې. دا كار له هغې وروسته وشو، چې د غضنفر تېل چاڼځي بې كيفيته تېل بازار ته وړاندې شول.
له دې سره جوخت د يوه ليتر تېلو بيه له شپږ څخه تر اووه افغانيو لوړه شوه.
د غضنفر شركت مسوول محمد اسماعيل غضنفر وايي، چې:
د حكومت لخوا د تېل چاڼځي له تړل كيدو وروسته په بازار كې د تېلو بيه لوړه شوې ده.
د سوداگرۍ وزارت مسوولين دا مني، چې په دې وروستيو كې د تېلو را واردوونكيو ناسالم رقابت ته پاملرنه كړې او د بازار له اقتصاد څخه ناوړه گټه پورته كوي.
د نفتي موادو د تصدۍ رييس فريد الله شېرزى وايي، چې:
له سر غړوونكيو سره به قانوني چلند وشي.
د كابل پوهنتون استاد سيد مسعود په دې باور دي، چې حكومت د تېلو د وارداتو بهير نه څاري او په دې اړه بې غوري كوي.
مسوولينو په ډاگه كړې، چې له نولس حكومتي او خصوصي بنسټونو جوړ پلاوى به ډېر ژر د غضنفر له تېل چاڼځي څخه د خپلې څارنې رپوټ ولسمشرۍ ته وړاندې كړي.