سیمه ییز خبرونه

په هېواد كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو شمېر مخ په زياتېدو دی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مسئولين په هېواد كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د شمېر پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي.

بې كاري هغه ستونزه ده، چې په افغانستان كې په دې وروستيو كلونو كې ګڼ شمېر كسان په ځانګړې توګه ځوان نسل ور سره لاس او ګريوان دي.

ځيني كسان، چې د كار موندنې لپاره بهر ته د يوه ستونزمن او خطره ډك سفر په ترڅ كې ځي، زياتره هلته په نشه يي توكو روږدي كېږي.

په افغانستان كې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو دقيقه شمېره كه څه هم له اړوندو سرچينو سره نشته، خو ويل كېږي، چې څه كم او زيات يو ميليون كسان پر نشه يې توكو روږدي دي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت مرستياله ناجيه طارق په داسې حال كې، چې په هېواد كې پر نشه يې توكو د روږدو كسانو شمېره د اندېښنې وړبولي، زياتوي، چې زياتره هغه روږدي كسان، چې د درملنې، موده بشپړوي، د بې كارۍ له كبله بېرته نشه يي توكو ته مخه كوي.

افغانستان د نړۍ په كچه د نشه يي توكو ستر توليدوونكى هېواد دى.

له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت مرستيال محمد هارون رشيد وایی:

له نشه يي توكو سره د مبارزې وزارت مسئولين د نشه يي توكو د كركېلې د مخنيوي تر څنګ هڅه كوي، چې پر نشه يي توكو د روږدو كسانو د درملنې وړتياوې اوچتې كړي.

د كار او ټولنيزو چارو وزارت، چې د نشه يي توكو سره د مبارزې په برخه كې همكار بلل كېږي د چارشنبې په ورځ ( د کب ۹ ) د معتادو كسانو د سالمې بوختونې لپاره د دوو پروګرامونو د پېل خبر وركړ.

د كار او ټولنيزو چارو وزيره امنه افضلي وایی:

په دغو پروګرامونو كې به دوو سوو معتادو كسانو ته د حرفوي زده كړو زمينه برابره شي.

نوموړې زیاتوي، چې د دغه ډول روزنيزو پروګرامونو له لارې يې شپږ څلوېښت زره كسانو ته حرفوي زده كړې وركړي، چې له دغو پروګرامونو څخه د فارغ شويو كسانو شپږ اتيا په سلو كې بوخت شوي دي.

Trending

Exit mobile version