تازه خبرونه

په هېواد کي ١٠ ميليون سيمکارټونه ثبت شوي

د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په کابل کې د سیمکارتونو د ثبت لړۍ ۶۰سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰سلنه به هم په لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي.

Published

on

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ د دغه وزارت د سیمکارتونو طرزالعمل د پلي کولو له پیله تر دې مهاله ١٠میلیون مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر شوي دي.

د دې وزارت ویاند عنایت الله الکوزي زیاته کړې؛ په کابل کې د سیمکارتونو د ثبت لړۍ ۶۰سلنه بشپړه شوې او پاتې ۴۰سلنه به هم په لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي.

 نوموړي زیاته کړې؛ په افغانستان کې کابو ټول فعال سیمکارټونه شاوخوا ۲۳میلیون دي .

ویل کیږي، چې د افغانستان د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل شو، چې ټول استفاده کېدونکي سیمکارټونه یوې قانوني پروسې ته ؤغورځېدل او دا پروسه اوس پوره قانوني او بریالۍ ده.

 

اړوند خبرونه: 

د سیمکارتونو وېش ۹۸ سلنه قانوني شوی دی – مخابراتو وزارت

په ټول هېواد کې به ۴۵۰ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي – اترا

Trending

Exit mobile version