سیمه ییز خبرونه

په هېواد کې اقتصادي وده درې سلنه راټيته شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مالیه وزیر وایي، چی د ۲۰۱۴م کال اوازې او د بهرنیو ځواکونو وتل د دې لامل شوي، چی د پانگونې کچه را ټیټه شی.

د روان کال د وری په میاشت کی د مالیه وزیر عمر زاخېلوال اعلان وکړ، چی امنیتي ستونزې او د بهرنیو قراردادونو لږوالی لامل شوی، چې په هېواد کې پانگونه لږ شي.

د وزیرانو شورا وایي، چې د هېواد په سرحداتو کې د بیا رغاونې پروژې پیلوی. د همدی کال په دوه یمه میاشت کې د ایکو د اقتصادي همکاریو سازمان اعلان وکړ، چی افغانستان له نړیوال ترانسپورت سره نښلوي.

آسیایي پرمختیایی بانک اندېښنه لري، چی د افغانستان اقتصادي وده درې په سلو کی راټيټه شوې.

د امریکا ځانگړی څارونکی وایي، په افغانستان کې د امریکایي مرستو پنځوس میليون دالر نادرکه شوي.

د استامبول په درېیمه ناسته کې د افغانستان د بنسټیزو تاسیساتو، د ریل پټلۍ د هوایی کرښو تقویت او د سوداگری د ودی به اړه جوړه شوه .

د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:

په ۱۳۹۲ل کال کې د افغاستان بودیجه ۳۸۸.۳۶۰ میلیار افغانۍ وې؛ ۳۷۰. ۲۱۳ عادی او ۰۱۸ ۱۴۷ پراختیایی بوديجه وه، چې د ۱۳۹۱ل کال په پرتله ۳۶ په سلو کی زیاتوالی ښیي. پراختیایی مصرف شوې بودجه ۵۲ په سلو کې او عادی بودیجه ۹۳ په سلو کې وه. د هېواد د همدې کال عواید ۱۰۹ ملیارد د ۹۱ کال په پرتله ۴ سلنه ټيټوالی ښیي، پلان شوې بوديجه ۱۱ په سلو کې لگول شوې، چې ۹.۲ په سلو کې وه. اقتصادی وده درې په سلو کې وه په داسې حال كې، چې دا رقم په ۹۱ كال كې ۱۴ په سلو کې و.

د روان کال د جوزا په میاشت کې د افغانستان تاجکستان او ترکمنستان ترمنځ د ریل پټلۍ د دیزاین چاری پیل شوې، چې دوه کاله وخت ونیسي.

په كابل كې د توکیو ځواب ویونکې غونډه د مرستندویه هېوادنو په استازیتوب په تېر چنگاښ كې جوړه شوه.

دسواداگرۍ خونې مدیره هیت خان جان الکوزی وايي:

د زمري په میاشت کې د جمهور رییس دوه یم مرستیال خليلي هند ته ولاړ او د دی هېواد سیاسي او سوداگریزو رهبرانو ژمنه وکړه، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته به خپلې مرستې له افغانستان سره جاری ساتی. په همدی میاشت کې د آموسند د حوزی د نفتو رايستنه بنده شوه او د سوداگرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د هېواد صادرات ۶۰ په سلو کې ډېر شوي دي.

د سنبلی په میاشت کې د افغانستان قزاقستان تر منځ د اقتصادی همکاریو په موخه په ځمکني ترانسپورت، معادنو او زراعت برخو کې پرېکړه لیک امضا شو او په همدې میاشت کې افغانستان د نړیوال ترانزیت عضویت تر لاسه کړ. د میزان په میاشت کې د افغانستان او چین ولسمشرانو د سوداگرۍ په برخه کي یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د لړم په میاشت کې د افغانستان د سوداگرۍ په اړه په نوي دهلي کي یوه نړیواله غونډه تر سره شوه او د مرغومي په میاشت د افغانستان له لارې د آسیا زړه ناسته په هند کي جوړه شوه؛ خو د سوداگرۍ او صنایع خونو د چار واکو په وینا د سوداگرۍ په برخه د نړیوالو د پانگونې په اړه د امنتیي هوکړه د نه لاسلیک کیدو يو لړ ستونزې را منځته کړې دي.

د سوداگرۍ خونې د نړيوالو اړيكو چارواكى آذرخش حافظي وايي:

د سلواغې په میاشت کي افغانستان د اروپا له اتحادیې سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چي د پر بنسټ يې افغانستان یو قدم نورد نړیوالو سوداگریو غړيتوب ته نږدې شو او په هوا کي د افغانستان د لومړنۍ سپوږمکۍ د نصبولو قرارداد هم په همدې میاشت کي لاسلیک شو او له تاجکستان او له قرغزستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لاري د برښنا د لیږد پروژه یا کاسا هم په همدې مياشت كې لاسلیک شوه.

په پایله کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداگرۍ نهمه ناسته د کب په میاشت په کابل کي تر سره شوه. په یاده غونډه کې مهم ټکي د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداگرۍ وده وه، چې د ټينگار له مخې باید تر ۵ میلیاردو دالرو پورته شي.

که ځه هم په ۱۳۹۲ل کال کې ډېرې اقتصادي غونډې وشوي؛ خو په دغه کال کې د افغانستان اقتصادي وضعیت د قناعت وړ نه و .

Trending

Exit mobile version