سوداگري

په هېواد کې اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره صنعتي انقلاب اړین دی – عزیزي

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۴, ۱۴۰۲

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت چارواکي وايي؛ د هېواد پر کرنه اوصنعت بشپړ راڅرخېدل پیل شوي او تر هغې به افغانستان ځان‌بساینې ته ونه‌رسیږي، چې صنعتي انقلاب پيل نه‌شي.

د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو ويلي، که د حکومت لخوا يي ملاتړ پراخ شي؛ خصوصي سکتور چمتو دی، چې د هېواد د صنعتي کولو لپاره نوره پانګونه هم وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو په دې غونډه کې د صنعتي پراختیا لپاره له پوره پاملرنې خبر ورکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي ويلي؛ ترهغې، چې په هېواد کې صنعتي او اقتصادي انقلاب رامنځته نه‌شي هېواد به اقتصادي ځان‌بسیاینې ته ونه‌رسیږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالی نورالدین عزیزي وایي: اسلامي امارت ژمن دی، چې د خپل هېواد له اقتصادي سنګروالو او کورنیو تولیداتو څخه کلک ملاتړ وکړي. باوري اوسئ، چې مونږ خپلې تولیدي پراختیا ته ژمن یوو.

هغه له ټولوهغو پانګوالو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او د هېواد په اقتصادي کچه کې خپل رول ادا کړي.

نورالدین عزیزي له خصوصي سکتور بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ او په دې اړه وایي: مونږ په ډاګه دا خبره کوو، چې د خپل خصوصي سکتور هرډول ملاتړ ته ژمن یوو او دا لړۍ به همداسې پراخه ساتو.

دغه راز د اقتصاد وزارت مرستیال هم وايي، چې په هېواد کې ورځ تر بلي مثبت اقتصادي تعاملات مخ پر زیا تېدو دي او له خصوصي سکتور سره هرډول همکارۍ ته پوره چمتوالي لري.

د اقتصاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري وایي: مونږ خصوصي سکتور ته د هېواد په اقتصاد کې د یوه  قوي همکار پر سترګو ګورو او چمتو یوو، چې د هېواد په اقتصادي ځان‌بسیاینه کې د خصوصي سکتور ونډه زیاته کړو.

د صنایعو او کانونو خونې مسوولینو هم ويلي؛ که د کورنیو تولیداتو او صنعتکارانو ملاتړ زیات شي، نو د هېواد د اقتصاد سنګروال نورې پانګونې ته هم  چمتوالي لري.

د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وایي: د اسلامي امارت لخوا د هېواد له تولیداتو څخه تر ډېره ملاتړ شوی؛ خو که دا بهیر نور هم پراخ شي، خصوصي سکتور به د هېواد د تولیدي کولو په برخه کې نوره پانګونه هم وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خوني مسوولینو هم د کورنیو تولیداتو په پراختیا کې د حکومت، ملت او خصوصي سکتور پر همکارۍ او ګډ مسولیت ټینګار کوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان جان الکوزی وایي: حکومت، ملت او خصوصي سکتور باید له کورنیو تولیداتو پېر و پلور ولري او خصوصي سکتوريي پر لوړ کیفیت تولید کړي، شته ستونزي حل شي.

د اوسپنې د ویلي کولو فابریکو ټولني اجرائیه رییس عبدالنصیر رشتیا وایي: په هېواد کې د اوسپنې په سکتور کې نږدې ۴۰ کارخونې هڅې لري، چې د اومه توکو له کمښت سره مخ دي. هیله ده، چې حکومت د اوسپنې کانونو ځیني قراردادونه کورنیو تولیدونکیوته ورکړي.

دولتي او خصوصي  سکتور غړیو دا څرکندونې په هېواد کې د اوسپنې ویلي کولو د یوې کارخونې د پرانیستلو د غونډې پرمهال وکړي. دا کارخونه د لس میلیو ن امریکايي دالرو پر ارزښت جوړه شوې او نږدې ۷۰۰ هېوادوالو ته يي د کار زمینه برابره کړې ده.     

Trending

Exit mobile version