تازه خبرونه

په هېواد کې د اوسپنې د ويلي کولو ۱۴مه فابريکه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 دغه فابریکه به په پنځلس جریبه ځمکه کې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړه او ګتې اخیستو ته وسپارل شي.

 په دې فابریکې د یوه پانګه وال له خوا یو سل او شل میلیون ډالر لګېږي. د اقتصاد وزیر وایي، په ټول ځواک سره هڅه کوي چې هېواد کې د پانګونې شرایط آسانه کړي.

په صنعتي پارکونو کې به دغه جوړېدونکې فابریکه تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې په کار پیل وکړي. د فابریکې مسولین وایي، په فعالېدو سره به یې هېواد کې د سیخ ګول په برخه کې د شته اړتیاوو څلوېښت سلنه دوی پوره کړي. په دې فابریکه کې زرو کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابرېږي.

د فابریکې بنسټ ایښودونکی خان محمد وردګ وايي:

((دا فابریکه به په ورځ کې څلور سوه ټنه اوسپنه ویلې کړي. مونږ باید په تولیدي برخه تمرکز زیات کړو. زموږ د اوسپنې د ويلي کولو فابريکه چې د خان سټیل په نام سره يادېږي د سیمې په کچه بې ساري ده، جوړه به یې مونږ کړو خو ملاتړ یې باید دولت وکړي.))

د اقتصاد وزارت بیا ژمنه کوي چې پانګه والو ته به د پانګونې شرایط اسانه کړي.

د اقتصاد وزير عبدالستار مراد وايي:

((مونږ له دې پانګونې هرکلی کوو د ملیي یووالي حکومت ژمن دی ترڅو د پانګه والو له پاره ټول امکانات برابر کړي چې پانګه وال پانګونې ته وهڅېږي.))

د ولسمشر اقتصادي سلاکار عمر زاخېلوال وايي:

((له تېر یوه کال راهیسې له هېواده  پیسې وځي خو د اوسپنې ويلي کولو په برخه کې دغه پانګونه هیلې زیاتوي او د بې کارۍ په له منځه وړلو کې مرسته کولای شي.))

د سوداګرۍ او صنایعو خونه له دولت او خلکو غواړي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ له پاره خپل خپل مسولیتونه پر ځای کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی څرګندوي:

((دولت  ته ستر ګې په لار یو، هغه ژمني چې له خصوصي سکتور سره شوې ترسره يې کړي مونږ د دولت عملي ګام ته سترګې په لار یو.))

د صنعتکارانو د ټولنې رییس سخي احمد پیمان وايي:

((په نږدې راتلونکي کې به دې ته ورته څلور نورې فابریکی هم چې په نړیوالو معیارونو برابرې وي، خپل فعالبت پیل کړي او په دې سره به زرګونه کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.))

دا مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسپنې د ویلې کولو ۱۳ فابریکې فعالې دي چې هره ورځ شاوخوا شپږ سوه ټنه اوسپنه ویلې کوي. خو د صنعت کارانو ټولنه وایي، پنځه نورې جوړېدونکې فابریکې به په نړیوالو معیارونو برابرې وي او سلګونه میلیون ډالر پانګونه به پرې وشي.

خبريال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version