تازه خبرونه

په هېواد کې د بېکارۍ زیاتیدنې ملي ستونزه جوړه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، چې په هېواد کې بېکاري په ملي ستونزه بدله شوې ده.

د کار، ټولنیزو،شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وزیره نسرین اوریاخېل په هېواد کې د بي کارۍ پر زیاتیدو اندېښنه څرگندوي او یوه ملي ستونزه یې بولي.

آغلی اوریاخېل د یوی خبری ناستي پرمهال وویل، چې د رسمی شمېرنې له مخې په هېواد کې ۱،۸ میلیون کسان بېکاره دي.

هغې په ډاگه کړه، چې د دغې ستونزې د حل له پاره جدي هڅې روانې دي.

اوریاخېل د حرفوي زدکړو د پراخیتا له پاره د یو این هبیتاد له مو سسیسی سره د یو میلیو ن دالرو په ارزښت یو تړن هم لاسلیک کړی، چې مالي لگښت یی د جاپان له خوا ورکول کیږي او له مخی به یی په هرات، کندهار،بلخ، ننگرهاراو کابل کي ۱۷۰۰ تنو ته حرفوی زدکړی ورکړي او سندونه به یې هم نړیوال اعتیبار ولري.

نوموړې زیاتوي، مونږه به له دې وروسته هغو کارمندانو ته داسې سندونه ورکړو، چي د کارنړیوال سازمان ته هم د ډاډ وړ وي.

د هغې په وین؛ بیا به مو فارغین له کارې ستونزو سره مخ نشي.

د کار او ټولینزو چارو وزارت چارواکې وایې، چي له تېرو لس کلونو راهیسی د ټول هېواد په کچه له یو میلیون څخه ډېرو کسانو ته حرفوي زدکړی ورکړ شوي، چې ډېرو له دغو زدکړو څخه په گټه اخیستنه د ژوندانه چارې ډاډمنې روانې ساتلې دي.

د یادونې وړ ده، چې له دې ټولو سره سره بیا هم له هېواده د ځوانانو د وتلو بهیر تود روان دی.

خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version