تازه خبرونه

په هېواد کې د سولې لپاره نوي جوړښت ته اړتیا ده ـ ګیلاني

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۹, ۱۳۹۹)

 د ملي محاذ ګوند مشر سید حامد ګیلاني وړاندیز کړی، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره باید یو نوی جوړښت رامنځته شي.

د ملي محاذ مشر سید حامد ګیلاني، چې له آریانا نیوز سره یې خبرې کولې په ډاګه کړې، چې اوس په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د نوې جوړښت یا نوې ادارې د رامنځته کیدو اړتیا لیدل کیږي.

هغه آریانا نیوز ته زیاته کړې: اوس د ټولو اړخونو په خوښه د سولې داسې جوړښت باید رامنځته شي، چې سولې ته لار پرانیزي او ولسمشر غني هم باید د خپلې پېنځه کلنې دورې پر بشپړولو ټینګار ونکړي.

د ملي محاذ مشر سید حامد گیلاني وایي:  یو داسې بدلون ته اړتیا ده، چې یو نوي جوړښت ترې رامنځته او هرڅه تنظیم شي. یو درېیم حالت باید رامنځته شي، چې ټولو ته د منلو وي.

سید حامد ګیلاني څرګندوي، چې په هېواد کې روان حالت د دې ارزښت نلري، چې د ساتلو لپاره یې هره ورځ تر درې سوه پورې کسان ووژل شي.

نوموړي څرګنده کړې: اشرف غني په کومه بیه ۵ کاله پوره کوي او پر چا یې بشپړوي. ورځنی ځاني زیان مو تر ۳۰۰ کسانو پورې رسیږي؛ انسانان او افغانان دي.

سید حامد ګیلاني دا ټینګار هم کړی؛ دولت او طالبانو دواړو ته په کار ده، چې د سولې د ټینګښت لپاره ريښتوني ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اروپایي اتحادیې او د امریکا سفارت د ملي پخلاینې عالي شورا د جوړښت ګړندي کول وښتي او ویل شوي، چې دا به د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول ولوبولی شي.

Trending

Exit mobile version