تازه خبرونه

په هېواد کې د شاتو تولید لس په سلو کې ډېر شوی دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسولین وايي چې د شاتو مچیو فني ساتنه او کورنیو شاتو ته د خلکو د علاقي زیاتېدل د دې لامل شوي چې د شاتو د مچیو فارمونه ډېر او د شاتو تولید زیات شي.

که څه هم په کور د ننه د شاتو تولید ډېر شوی، خو د بسته بندۍ، د کیفیت د کنټرول او ازمویلو له پاره د مناسبو ماشینونو نشتوالی د دې لامل شوي چې بهر ته یې په صادراتو کې ستونزې را پیدا شي.

د کرنې او مالدارۍ مسولین وايي چې په دوه زره دوولسم مېلادي کال په هېواد کې زر ټنه شات تولید شوي وو چې په دوه زره پنځلسم میلادي کال کې یو زر نهه سوه ټنه تولید شوي وو. مسولین وايي چې په دوه زره شپاړسم کال کې بیا د وړم کال په پرتله لس په سلو کې زیاتوالی راغلی دی. د کرنې وزارت مسولین څرګندوي چې دوی په هېواد کې د شاتو د مچیو له فارم لرونکو سره مرسته کوي او هغوی ته د پرمختګ او ودې لارې چارې ښيي.

د کرنې وزارت ویاند لطف‌الله راشد وايي: “د کرنې وزارت له لوري دې ته پاملرنه ډېره شوې چې د شاتو د مچيو ساتنه ډېره کړي، دا هڅه کېږي چې په دې برخه کې ډېرو بزګرو ته روزنه ورکړل شي.”

د افغانستان شات که څه هم د ښه کیفیت لرونکي دي، خو د تقلب د مخنیوي له پاره د ماشینونو نشتوالی، د ساتنې له پاره د مناسبو لوښو کمښت او په بسته بندۍ کې ستونزې، هغه څه دي چې په بهر کې يې د پيرودونکو پام نه دی خپل کړی.

د شاتو د مچیو د پروژې تخنیکي مدیر غلام سنایي ساتي وايي: “دلته بايد د کيفيت د کنټرول يو لابراتوار فعال کړل شي، څو موږ وکولای شو چې شات بهرنيو هېوادونو ته هم صادر کړو.”

په افغانستان کې د شاتو د مچیو له فارمونو سره د فرانسې د همکاریو د دفتر له خوا مالي ملاتړ کېږي. مسولین وايي چې له دوه زره پنځم کال راهیسې یې په دغه برخه کې پنځه سوه زره امریکايي ډالر لګولي دي.

په کابل کې د فرانسې د همکاریو د دفتر ريیس محمد ادریس رووف وايي: “خلک بايد عادت وکړي او وپوهېږي چې موږ په خپل هېواد کې ډېر ښه شات لرو، نظر دې چې دوی بې کيفيته بهرني شات واخلي.”

د افغانستان هوا او چاپېریال د شاتو د مچیو د ساتنې او ودې له پاره مناسب ګڼل کېږي. همدا اوس په افغانستان کې د شاتو د مچیو دوه سوه اووه دېرش زره کورنۍ ساتل کېږي چې اووه زره کسان یې په ساتنه بوخت دي.

Trending

Exit mobile version