تازه خبرونه

په هېواد کې د نفتي توکو چاڼخونه جوړیږي-آذرخش حافظي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هېواد کې د نفتي توکو چاڼخونه جوړیږي، چې پرې شپږ سوه څلویښت میلیون دالر لګښت راځي.

د نفتي توکو د سوداګرو ټولنې رییس آذرخش حافظي وایي، چې د دې چاڼخونې په جوړیدو به  په دې برخه کې پرتې ستونزې تر ډېره بریده حل او زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه له حکومت غواړي، چې ستونزو ته یې بشپړه پاملرنه ونه سپموي.

ښاغلی آذرخش حافظي زیاتوي؛ د نفتی تو کو متشبثین په دې برخه پانګونې ته حاضر دي او غواړي، چې په هېواد کي د نفتی تو کو ستونزه بنسټیزه حل شي.

د نفتي توکو د سوداګرو ټولنه د نفتي توکو او اوبلن ګاز له هغې طرحې سره مخالفت کوي، چې له مخې یې دغه تصدي د نفتي توکو پر شرکت بدلیږي.

آذرخش د حکومت دا ګام له اساسي قانون سره په ټکر کې بولي او وایي؛ که حکومت غواړي، چې د نفتی توکو شرکت جوړ کړي، نو باید د انحصارپه توګه فعالیت ونه لري.

د هغه په وینا؛ حکومت باید د نفتی توکو د څارنې لپاره یو ځانګړی او با صلاحیته بنسټ جوړ کړي، چې شته ستونزو ته لاسرسی ومومو.

د نفتی توکو او اوبلن ګاز د تصدي مسوولین پر یوې نوې طرحې کار کوي، چی پر بنست به یی د ټولو نفتی توکو واردونکي د یوه مشخص چوکات له مخی کارونه تر سره کړي.  

دا لا نه ده معلومه، چې د نفتي توکو چاڼخونه به څه وخت او چېر ته جوړیږي؛ خو هېوادنۍ هیلې ورسره تړلې دي.

خبریال: اسلم حجاب 

Trending

Exit mobile version