سوداگري

په هېواد کې د کارګو لومړني شرکت کار پیل وکړ

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۴, ۱۴۰۲

د هېواد کابل هوایي ډګر کې د کارګو لومړني شرکت د صنعت او سوداګرۍ وزیر او د خصوصي سکتور د مسوولینو په حضورکې پرا نیستل شو او خپل کار يي پیل کړ.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت مسوولین له خصوصي سکتور څخه غواړي، چې  په دې سکتور کې  باید پانګونه د سیالۍ له مخې ترسره شي نه ځانګړې  انحصاري.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې په هېواد کې د کارګو د هڅو وده او پراختیا به د هېواد تازه میوو او نورو محصولاتو د صادارتو په زیاتوالي  کې مهم رول  تر سره کړي.

د خصوصي سکتورغړيو ويلي؛ د هېواد صادراتو په  پراختیا  کې د هوايي  کارګو رول  خورامهم بولي. دوۍ  زیاتوي چې له دې نوې  کارګو سره  به  د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالي راشي.

دغه راز ویل کیږي، چې د سمې هېوادونو ته د وچې او تازه میوې په صادارتو کې کارګو مهم رول لري او د صنعت او سوداګرۍ له وزارته غوښتنه کوي، چې په دې سکتور کې د پانګونې د جذب لپاره باید اسانتیاوې رامنځته شي.

د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمین زاده وایي: زه په پوره باور ویلي شم، چې د هېواد صادارتو لپاره په اوسنیو شرایطو او په راتلونکې کې کارګو تر ټولو ښه وسیله ده. باید ورته د بېخبناوو پر برابرولو کار وشي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي: زمونږ د صادارتو پراختیا مهمه ده. تر دې د مه مو کارونه سم روان دي؛ هم صادرات او ترانزیت ښه روان دی او کارګو د هېواد په انتقالاتو کې مهم دی.

د کارګو د فعالوونکي شرکت مسوولین هم  خصوصي سکتور ته ډاډ ورکوي، چې دا شرکت به د نړۍ اوسیمي  بېلا بېلو هېوادو نوته د خصوصي سکتور توکي په پوره مصونیت سره رسوي.

د کارګو شرکت مسوول عبد الکریم عارفي زیاته کړې؛ مونږ خصوصي سکتور ته پوره ډاډ ورکوو، چې ټول صادارت مو تر خپل ټاکلي هدف پورې خوندي رسیږي.

د اقتصا دي  چارو کار پوهان وايي؛ که څه هم د کارګو له لاري صادارت تر یوه بریده لوړ تمامیږي؛ خو د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو د کارګو فعالیتونه د هېواد د صادراتو لپاره ګټور او اغېزمن دي.

Trending

Exit mobile version