تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ویرس ۵۸ نوی مثبتې پېښې ثبت شوي

Published

on

د عامې روغتیا وزارت د شنبې پر ورځ ( د لړم ۱۷) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۱۸ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۵۸ ترې مثبتې دي.

دې وزارت زیاته کړې، چې په همدومره وخت کې شپږ ناروغان رغیدلي او په ننګرهار او بله کې دوه پر ویروس اخته کسان مړه شوي دي.

د دې وزارت د څرګندونو له مخې، پورتنۍ مثبتې پېښې په ننګرهار، کندهار، پکتیا، هلمند، سمنګان او بلخ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

وزارت زیاته کړې، چې له وروستیو پېښو سره په هېواد کې د مثبتو پېښو ټول شمېر ۴۲۰۳۳ ته رسیدلی دی.

د یادونې ده، چې د ټولو رغیدلیو ناروغانو شمېر ۳۴۴۴۶ ته رسیدلې او د مړو هغه ۱۵۵۶ دی.

Trending

Exit mobile version