تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبت پېښو شمېر۱۳۰۳۶ ته لوړشو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۸, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۱۰۷۲ شکمنې بېلګې کتل شوي، چې ۵۸۰  یې مشبتې او له دې سره پر جرونا د اخته کسانو ټول شمېر هم ۱۳۰۳۶ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو مرستیال وحیدالله مجروح وایي: له تېرو ۲۴ ګړیو څخه په کابل کې ۳۲۲، په هرات کې ۱۳۹، په پنجشېر کې۲۷، په بلخ کې ۲۲، په فراه کې ۲۱، په پکتیا کې ۲۰، په فاریاب کې ۱۵او په پروان کې ۱۴ پېښې ثبت شوي، چې ورسره د ټولو مړه شویو کسانو شمېر هم ۲۳۵ رسیدلی دی.

نوموړی په هېواد کې د طبی وسایلو له لږوالي خبرداری ورکوي او وایي: که ژر دا طبی توکي او وسایل برابر نشي له ستونزو سره به مخ شو.

د عامې روغتیا وزارت ټینګار کوي، چې خلک  دې لږ تر لږه ماسک، ټولنیز واټن او د لاسونو مینځلو ته پاملرنه وکړي.

Trending

Exit mobile version