تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۴۹ ته پورته شوې

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۳, ۱۳۹۹

په هېواد کې د کرونا ۱۷۸ نورې پېښې ثبت شوي او له دې سره یې شمېر دوه زره درې سوه نهه څلویښتو ته لوړ شو.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ویلي، چې په کندهار کې۴۵، په کابل کې ۴۴، په هرات کې ۲۴، په بغلان کې۱۳، په پکتیا کې۱۴، شپږ- شپږ په ننګرهار او جوزجان کې، ۵ په کاپیسا، په بلخ، بادغیس او بامیان کې ۴- ۴ ، په لغمان او سمنګان کې ۳-۳، په میدان وردګ کې ۲، په پروان او نورستان کې یوه ـ یوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
عامې روغتیا وزارت وایی، کندهار، کابل او هرات هغه ولایتونه دي، چې ډېرې مثبتې پېښې لري.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، په دې څلیریشت ګړیو کې څلور کسان له دې ویروسه مړه شوي؛ خو ۵۰ نور بېرته رغېدلي دي.
مایار خبرداری ورکوي، چې د خلکو لخوا به د عامې روغتیا وزارت د سپارښتنو نه عملي کول ناورین را منځته کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند لویې څارنوالۍ ته د وزیر فیروزالدین فیروز د ورپېژندلو په غبرګون کې ویلي، چې دوی له دې ګامه وېره نلري او حاضر دي، خلکو ته ځواب ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت دا راز وایي، په هېواد کې د کرونا ویروس له پراختیا او ودې تر اوسه اته شپېته کسان مړه شوي؛ خو ۳۱۰ نور بېرته ښه شوي دي.

Trending

Exit mobile version