تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۵۶۳۹ ورسیدې

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۷, ۱۳۹۹

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې یې د کرونا ویروس ۴۱۳ مثبتې پېښې ثبت کړي، چې دا د دغې ناروغۍ له خوریدو راپدیخوا ترټولو ډېرې ګڼل شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید الله مجروح څرګنده کړې، چې د هېواد په کچه د کرونا ویروس مثبتې پېښې په کابل کې ۱۸۸، په غزني کې ۳۵، کندهار کې ۳۴، ننګرهار کې ۳۰، بغلان کې ۲۵، بلخ کې۲۴، سمنګان کې۲۰، پکتیا کې ۱۵، وردګ کې ۹، لوګر کې ۷، سرپل کې ۵، لغمان کې ۵، نیمروز کې ۵، پکتیکا کې ۴، زابل کې ۳، پنجشیر کې ۲، خوست کې یوه او فاریاب کې هم یوه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې څلور ناروغانو ترې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ ترې رغیدلي دي.

په هېواد کې له دې ویروسه د ټولو مړو شویو شمېر۱۳۶ دی او ۶۹۱ نور ترې رغیدلي دي.

د کابل د عامې روغتیا رييس خوشحال نبي زاده اندېښنه ښيي، چې په پلازمېنه او نورو ښارونو کې خلک له کرونا ویروس څخه د خوندیتوب ټکې په پام کې نه نیسي؛ نو، ځکه نوموړی وېره څرګندوي، چې ښايي پر کرونا ویروس د اخته کسانو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوالې ټولنې د بیړنیو پروګرامونو مسول داوود الطاف هم خبر ورکړی، چې ښايي کرونا ویروس په نړۍ کې د تل لپاره پاتې شي او د اچ ای وي په څير په دوران کې پاتې وي.

کرونا ویروس د چټکې خوریدا په حال کې دی؛ خو د افغانستان په څو لویو ښارونو کې ګرځبندیزونه لیرې شوي او په پاتې نورو ښارونو کې خلک روغتیايي ټکي په پام کې نه نیسي.

Trending

Exit mobile version