تازه خبرونه

په هېواد کې د کرونا ویروس ځاني زیان له ۱۰۰ پورته شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۳۹۹)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له وروستیو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په کابل، هرات، بلخ، تخار او پروان ولایتونو کې نهه ناروغان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې تر دې دمه له کرونا ویروسه ټول ۱۰۴ کسان او له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا ۹ مړه شوي،  چې پېنځه یې په هرات، یو په کابل، یو په بلخ، یو په تخار او یو په پروان  ولایتونو کې دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح ویلي؛ له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په ۱۵ ولایتونو کې پر کرونا  ۱۶۸ کسان اخته شوي، چې له دې سره پدې ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر ۳۳۹۲  کسانو ته رسیدلی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې له ۱۶۸ مشبتو پېښو څخه ۶۸ په کابل، ۳۲ په هرات، ۱۴ په  کندهار، ۱۱ په ننګرهار، ۹ په لغمان، ۹ په فاریاب، ۸ په لوګر، ۴ په بلخ، ۴ په پکتیا، ۴ په بغلان، ۲ په کونړ او په نورستان، سرپل، سمنگان او هلمند ولایتونو کې یوه – یوه پېښه ثبت شوې ده.

دا راز په وروستیو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا اخته ۳۷ ناروغان ښه شوي، چې ۱۴ یې په هرات کې، ۸ یې په کابل کې، پېنځه یې په لغمان کې، ۴ یې په بلخ، ۳ په ننګرهار، ۲ په نیمروز او یو یې په هلمند کې له روغتونونو څخه روغ رمټ کورونو تهستانه شوی دي. په دې ترتیب د ټولو رغیدلو کسانو شمېر څلور سوه اته پنځوس کسانو ته رسیدلی دی.

Trending

Exit mobile version