تازه خبرونه

په هېواد کې د ۴۰ ولسوالیو خلک خپلې پرېکړې د طالبانو په محاکمو کې کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هېواد له ۴۰ څخه په زیاتو ولسوالیو کې خلک د وسلوالو طالبانو په محاکمو کې خپلې پرېکړې کوي.

د آریانا نیوز موندنې ښيي، چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد، خلک اړ کړي ، چې خپلې قضیې د طالبانو په محاکمو کې حل کړي.

 د هېواد په یو شمېر سیمو او ولسوالیو کې د ملي وحدت حکومت د عدلي او قضايي ارګانونو تر څنګ د وسلوالو طالبانو محکمې هم فعالې دي.

د آریانا نیوز څېړنه په نهه ولایتونو کې تر شوې او ښیي، چې له څلوېښت ډېرې داسې ولسوالۍ شته، چې وسلوال طالبان په کې خپلې محکمې لري او د سیمې خلک خپلې قضیې په کې فیصله کوي.

هلمند، زابل او روزګان هغه ولایتونه دي، چې د وسلوالو طالبانو د محاکمو شمېر په کې ډېر دی.

د هلمند له مرکز لښکرګاه او ګرشک ولسوالۍ پرته د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې وسلوال خپلې محکمې لري.

د زابل د لس ولسوالیو څخه اته او د روزګان له مرکز ترینکوټ پرته په ټولو اووه ولسوالیو کې وسلوال طالبان خپل عدلي او قضايي سیستم لري.

د کندز په دشت ارچي، چاردره او قلعه زال او د ښار په څنډو کې هم وسلوال طالبان خپلې محکمې لري او د فراه په بکواه، خاک سفید، د سرپل په کوهستاناتو او لغمان ولسوالیو او د غور ولایت په پېنځه ولسوالیو کې وسلوال طالبان د خلکو قضیې فیصله کوي.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په درې ولسوالیو کې وسلوال طالبان د خلکو قضیې فیصله کوي او د دغه ولایت په اووه نورو ولسوالیو کې د اوونۍ یوازې یوه ورځ قاضیان د خلکو د لانجو فیصله کولو لپاره دنده تر سره کوي.

د لغمان په پېنځه ولسوالیو کې دولتي قضايي ارګانونه نه دي فعال؛ نو، ځکه زیاتره خلک اړ ديؤ، چې د وسلوالو طالبانو محاکمو ته ورشي.

په ځينو سیمو کې سیمه ییز پولیس او قومي مشران هم د خلکو قضیې حل کوي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون استازې لطیفه سلطاني هم په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي، چې په زیاترو ناامنو سیمو کې وسلوال طالبان صحرايي محکمې هم جوړوي.

د پلازمېنې کابل په ګاونډ ولایت وردګو کې وسلوالو طالبانو څه موده وړاندې یو محصل په دار وځړاوه او په جوزجان کې یوه ښځه پر ډزو ووژل شوه او په غور کې وسلوالو کسانو یوه میرمن سنګسار کړه، چې دغو قضیو په رسنیو کې پراخ غبرګون هم درلود.

خبریال : باعث حیات

Trending

Exit mobile version