تازه خبرونه

په هېواد کې سیلابونو ۱۰۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت څرګنده کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه شوي، ۷۴ ټپیان او ۴۱ نور ورک دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سیلابونو له کبله څه باندې ۶۰۴ د استوګنې کورونه او سلګونه جريبه ځمکه زيانمنه شوې او ۲۵۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د تلفاتو په اړه ویلي: ۳۱ کسان شهیدان شوي، ۴۱  ورک او ۷۴  نور ټپیان دي.

هغه زیاته کړې: ۶۰۴ د استوګنې کورونه بشپړه او جزوي ویجاړ شوي او ۲۵۰ څاروي هم له منځه تللي دي.

د رحيمي د څرګندونو له مخې؛ د دغو سیلابونو په پايله کې سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم زيانمنه شوې ده.

رحيمي وایي، چې په تېرو درې شپو کې تر ټولو ډېره مرګ و ژوبله په ميدان وردګ ولايت کې اوښتې ده.

هغه څرګنده کړې، چې له ۳۱ قربانیانو څخه یوازې ۲۵ یې په میدان وردګ ولایت کې مړه شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د ميدان وردګ يوه اوسېدونکي ويلي: ډېره ويجاړتيا رامنځته شوې ده؛ مرګ و ژوبله ډېره ده، له ٣٠ تر ٣٥ کسانو ته مرګ وژوبله اوښتي، سیلابونو ډېر موټرونه وړي او ډېر کورونه يې ويجاړ کړي دي.

له بلې خوا دغو سیلابونو د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې هم ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو پر بنسټ، له تېرو څلور مياشتو راپدیخوا په هېواد کې د سیلابونو له کبله ٢١٤ کسان مړه او ٣٢٠ نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، د روان کال له پيله تر دې مهاله د دغو طبيعي پېښو له کبله د استوګنې ٣١١٥ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي، څه باندې ٤١ زره جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه شوې او ٣٨٠٠ څاروي له منځه تللي دي.

د یادولو وړ ده، چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی، چې ۲۲ ولایتونه د موسمي سیلابونو له خطر سره مخ دي او په ځینو ولایتونو کې به د اورښت اندازه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

 

Trending

Exit mobile version