تازه خبرونه

په هېواد کې پراخ فساد، د پانګونې مخه نیولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د پانګوني له پاره فرصتونه شته؛  خو  په  سکتوري  وزارتو نو کې  پراخ فساد او د ظرفیتونو نه شتون  دالړۍ  په ټپه درولې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي؛ په سکتوري  بنسټونو کي  د فساد زیاتوالی او د مسلکي کسانو نه شتون  د دې لامل شوی، چې بهرني  پانګوال  په افغانستان کې  پانګونه ونکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال خانجان الکوزی وایي، د اقتصادي بهیرد غښتلتیا له پاره مو دسکتوري وزارتونو وزیران مسلکی نه دي.  حتا د اقتصاد په اهمیت هم نه دي خبر او ترڅنګ يي سفیران او اقتصادي اتشې هم د کار خلک نه دي؛ نو بهرنیان به څنګه پانګونه وکړي

د ولسي جرګې غړي هم د پانګې د جذب له پاره له فساد سره مبارزه اړینه بولي.

د ولسی جرګې غړې حبیبه دانش وایي، دا اوس  په نوي ډول د فساد له پاره په سکتوري وزارتو نو کي د وزارتونو د وزیرانو او د تدارکاتو د مدیرانو تر منځ  اړیکې غزیدلي دي. په فساد کې باید د پانګوني هیله ونه لرو.

د هېواد ملي سوداګر اتبارخان بیا وایی؛ تر هغې، چې حکومت کورني پانګوال حمایه نه کړي، نو هیڅ بهرني پانګوال به پانګونې ته زړه ښه نه کړي.

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي،  واحده اقتصادي تګلاره جوړول یو اړین کار دی. ترهغې، چې له فساد سره مباره ونه شي او د سکتوري وزارتونو له  کارونو څارنه نه وي؛ ستونزه به همداسي وي.

د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش وايي، که سکتوري وزارتونو ته مسلکی کسان رانشي؛ نو نړیوال به په افغانستان کې پانګو نه ونکړي.

د هغه په وینا؛ په سکتوري وزارتو نو او سفارتونو کې هیڅ  مسلکی کسان نشته.  دوۍ حتا د هېواد له اقتصادي اړیکو څخه خبر نه دي؛ نو، ځکه د بهرنۍ پانګوني لړۍ ډپ ده.

د ملي یووالي حکومت مشرانو په  خپلو بهرنیو سفرونو کې بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي؛ خو دغه هڅه یې تر اوسه داسې څرګنده پایله نه لري.

دا، چې دوي به په خپلې پاتې واکمني کې وکړی شي، چې دغه هدف تر لاسه کړي؛ هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

خبریال: اسلم حجاب. 

Trending

Exit mobile version