تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۷۷۸ ته پورته شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۰, ۱۳۹۹)

له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۲۱۵ مشبتې پېښې په ۱۵ ولایتونو کې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح ویلي، چې له ۷۱۴ شکمنو پېښو له کتنې د ۲۱۵ کسانو پایله مثبته شوې، چې له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۷۷۸ ته رسیدلی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له تېرې یوې شپې او ورځې څخه پدې ویروس ۳ اخته کسانو ساه ورکړې او ۴ نور رغیدلي دي.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېرو ۲۴ ګړیو کې ۵۷ په هرات کې، ۵۰ په کابل، ۳۱ په بلخ کې، ۱۷ په کندهار کې، ۱۱ په جوزجان کې، ۹ په پکتیا کې، ۸ په غور کې، ۷ په کږنړ کې، ۶ په لوګر کې، ۵ په ننګرهار کې، ۴ په فاریاب کې، ۳ په زابل، ۳ په پکتیکا، ۲ په لغمان او ۲ نور کسان په خوست ولایتونو کې بر کرونا ویروس اخته شوي دي

.د یادونې ده، چې په ټول هېواد کې له دې ویروسه ۱۰۹ کسان مړه شوي او ۴۷۲ نور روغ شوي دي.

Trending

Exit mobile version