تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۹۶۳ ته رسیدلی

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۴, ۱۳۹۹

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخو ۷۰۰ شکمنې بېلګې اخیستل شوي، چې ۲۸۱ یې مثبتې دي.

کرونا اوس هم په افغانستان کې مخ پر خوریدو ده او هره ورځ پرې ګڼ کسان اخته کیږي؛ له وروستیو څلیریشت ګړیو څخه په کابل کې ۸۴، میدان وردګو کې ۲۸، ننګرهار کې شل، بادغیس کې۲۰، تخار کې۱۴، کندهار کې۱۳، هرات کې۱۲، پنجشېر کې۱۲، هلمند کې۷، زابل کې۵، سرپل کې۵، کندوز کې۵، جوزجان کې ۴، پروان کې۴، کاپیسا کې۳، بدخشان کې۳، نیمروز کې۲، غور کې۲، بغلان، سمنګان، فاریاب او روزګان کې د کرونا یوه – یوه مثبتې پېښې ثبت شوې، چې له دې سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۴۹۶۳ ته پورته شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح  زیاته کړې؛ په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته ۵ کسان مړه شوي، چې له دې سره د ټولو تلفاتو شمېر۱۲۷ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت دا هم ویلي؛ په همدمره وخت کې پر کرونا له اخته کسانو ۳۶ ناروغان ښه شوي، چې ور سره د ټولو ښه شویو کسانو شمېر۶۱۰ ته پورته شوی دی.

عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي، چې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره په کورونو کې پاتې شي او روغتیایي سپارښتنې پلې کړي.

Trending

Exit mobile version