تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۶۰۰۰ واوښت

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۷, ۱۳۹۹

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې له وروستیو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس ۴۱۴ کسان اخته شوي، چې ۱۷ ناروغانو ترې ژوند له لاسه ورکړی او ۵۴  نور رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال  وحیدالله مجرح ويلي، چې په افغانستان کې پر کرونا ویروس د هرې ورځې له تېریدو سره ګن کسان اخته کیږي؛ په وروستیو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس د هېواد ۵۴ کسان اخته شوي، چې په کابل کې ۱۶۲و په هرات کې ۱۳۲، په بلخ کې ۲۶ ، په سمنګان کې ۱۹، په کندهار کې ۱۳، په پکتیا کې ۱۲ او په جوزجان کې ۹ نوې مثبتې پېښې ثبت شوط دي.

نوموړی د هېواد والو لخوا روغتیایي سپارښتنو ته نه پاملرنه د دغه ویروس د پراختیا لامل بولي او له خلکو غواړيو چې په خپل ورخني زوندانه کې د روغتیا وزارت سپارښتنو ته پام راواړوي؛ ځان، کورنۍ او هېواد وال له دغه رنځه وژغوري.

په ټولیزه توګه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۵۳ رسیدلی، چې ۱۵۳ ترې مړه شوي او ۷۴۵ ترې رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version