تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۲۵۰۰ ته پورته شو

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۲۵۰۰ کسانو ته رسیدلی، چې له نننیو ۱۷۹ مثبتو پېښو څخه یوازې ۷۵ یې د کابل او پاتې د نورو ولایتونو دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي، په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۷۹ مثبت پېښې ثبت شوي، چې په کابل کې ۷۵، په هرات کې ۲۳، په بلخ ۱۸، په جوزجان کې ۱۶، په کندهار کې ۱۵، په غزني کې ۱۰، په بغلان کې ۷، په لوګر کې ۵، په تخار کې څلور، په غور کې درې، په زابل کې دوه او په هلمند کې یوه پېښه ثبت شوې ده.

له دې سره په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴۶۹ کسانو ته رسیدلی دی.

دغه راز په تېرو ۲۴ ګړیو کې پر کرونا ویروس اخته څلور کسان مړه شوي؛ ۲۱ رغیدلي، چې له دې سره د کرونا ویروس د قربانیانو شمېر ۷۲ کسانو ته رسیږي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بیارغونې د څېړنې ځانګړي مفتش ویلي، چې په هېواد کې د کمزوري روغتیایي سیستم له کبله ښایي کرونا ویروس ناورین رامنځته کړي.

Trending

Exit mobile version