1393ټاكنې
په هېواد کې په ټاکلي وخت د پارلماني ټاکنو د نه ترسره کیدو لامل د بودجې نشتوالی دی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس احمد یوسف نورستانی، چې ولسي جرگې ته استجواب شوی و وایي، په هېواد کې په ټاکلي وخت د پارلماني ټاکنو د نه ترسره کیدو لامل د بودجې نشتوالی دی.
هغه زیاتوي، مرسته کوونکي هېوادونه له دې کبله د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته مرستې نه ورکوي، چې د ټاکنو په کمیسیون کې اصلاحات نه دي رامنځته شوي.
د نوموړي په وینا؛ د پارلماني ټاکنو تر سره کولو له پاره اتیا میلیون دالرو ته اړتیا ده. که دغه د اړتیا وړ پیسې د دولت له لوري کمیسیون ته ور کړ شي له پېنځه میاشتو وروسته به ټاکنې تر سره شي.
د ولسي جرگې د عمومي ناستې په پیل کې د جرگې یو شمېر استازي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رییس احمد یوسف نورستاني پر ناستې ناخوښه ول؛ خو له رای اچونې وروسته نوموړي ته د وینا حق ورکړ شو.