تازه خبرونه

په واشنګټن کې د افغانستان سفارت تړل کیږي

Published

on

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ويلي، په واشنګټن کې به د افغانستان سفارت راتلونکې اوونۍ وتړل شي.

یاد وزارت دا هم ویلي، چې سفارت له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ افغان ډیپلوماټان کولی شي تر یوې میاشتې د امریکا د ویزه ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې؛ په امریکا کې د افغانستان د سفارت او قونسلګریو څه نا څه ۱۰۰ افغان دیپلوماتان کار کوي.

یوه امریکايي چارواکي ای اېف پي ته ویلي؛ د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ تر سخت مالي فشار لاندې دي او ان خپلو بانکي حسابونو ته لاسرسی نلري.

سرچینې زیاته کړې ؛ مونږ اوس اراده نلرو، چې د طالبانو (اسلامي امارت) لخوا ټاکل شوي ډیپلوماټان ومنو.

د راپورونو له مخې؛ په امریکا کې به افغان دیپلوماتان د ۳۰ نورو ورځو لپاره به هم له ډیپلوماټیکي دریځه برخمن وي.

د ای اف پي د څرګندونو له مخې؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکي اوس د افغان سفارت سره کار کوي، چې په امریکا کې د افغانستان د ډیپلوماټیک ماموریت تر بیا پیلېدو پورې د ټولو شتمنیو د ساتلو لپاره ډاډمنې آسانتیاوې برابرې کړي.

Trending

Exit mobile version