سیمه ییز خبرونه
په واشنگټن كې د افغانستان د خپلواكۍ ۹۲ كليزه په ځانگړيو مراسمو ونمانځل شوه
په هغه غونډه كې، چې په همدې وياړ جوړه شوې وه؛ په امريكا كې د افغانستان د سفارت د كاركوونكيو تر څنگ يو شمېر امريكايي چارواكو او د افغانساتان د سوداگرۍ وزيرانوارالحق احدي گډون درلود، په ياده غونډه كې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى مارك گروسمن وايي، چې:
امريكا په افغانستان كې د سولې او امنيت د ټينگښت لپاره ژمنه ده.
په واشنگټن كې د آريانا راډيو – ټلويزيون خبرياله نذيره عظيم كريمى څرگنده كړې، چې:
په امريكا كې د افغانستان د آزادۍ د ۹۲ غونډې كوربه توب په دغه هېواد كې د افغانستان د سفارت چارواكو په غاړه درلود .
په ياده غونډه كې د افغانستان د سفارت د كاركوونكيو تر څنگ د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي ليون گروسمن، د افغانستان د سوداگرۍ وزير، د افغانستان د كورنيو چارو پخواني وزيرعلي احمد جلالي او په امريكا كې يو شمېر مېشتو افغانانو برخه درلوده .
په غونډه كې يو شمېر افغان تاريخي آثار او ملي كالي، چې ښځو او نجونو اغوستي وه د غونډې رنگ بدل كړى و.
غونډه په امريكا كې د افغانستان د سفير محمد اكليل حكيمې له خوا ميلمنو ته په ښه راغلاست پيل شوه او زياته يې كړه :
په داسې حال كې، چې اوس هم يو شمېرستونزې شته، خو بيا هم افغانان د خپل هېواد د خپلواكۍ ۹۲ كليزه نمانځي .
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي، چې په واشگټن كې يې د افغانستان د سفارت د كاركوونكيو او د يو شمېرافغان او امريكايي ډيپلوماټانو ترمنځ خبرې كولې وويل، چې:
امريكا په تېرو څو كلونو كې كوښښ كړى، چې له ترهگرۍ او ترهگرو سره جدي مبارزه وكړي او دا هڅې به همداسې روانې وي .
نوموړى وايي، چې:
امريكا په افغانستان كې د سولې د راوستو او د يو پياوړي حكومت رامنځته كولو ته هم ژمن دى .
د افغانستان د سوداگرۍ وزيرانوار الحق احدي، چې د امريكا د سوداگرۍ د خونو په بلنه امريكا ته تللۍ د افغانستان د راتلونكې لپاره يې خوښي او هيله ښكاره كړه.
په امريكا كې د افغانستان د خپلواكۍ ۹۲ كليزه په داسې حال كې نمانځل كيږي، چې اوس هم دا هېواد له ناامنيو او تاوتريخوالي سره مخ دى.
د غونډې برخه والو هيله وښوده، چې د امنيتې ستونزو او تاوتريخوالو په ختيمدو به دا مراسم په نور هم په شاندره توگه تر سره شي