سیمه ییز خبرونه
په واشنگټن كې له امريكا سره د ستراتيژيكو اړيكو په اړه خبرې شوي
امریکايي او افغان چارواکي له افغانستان سره د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو پرڅرنگوالي او یوې موافقې ته د رسېدو په لپاره پردوه ورځنیو خبرو بوخت دي.
د يو شمېرنړيوالو رسنيو په حواله دواړه خواوې له ۲۰۱۴ع كال وروسته د افغا نستان له اډو څخه د امريكايي پو ځيانو د استفادي د څرنگوالي پرشرايطو د نظر اختلاف لري.
په دې خبرو کې، چې د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۱۷) پیل شوې وې د افغان پلاوي مشري د افغانستان د ملي امنیت شورا رييس او د ولسمشر سلاکار رنگین دادفر سپنتا کوي.
دا افغان پلاوى د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرې هيلري كلنټن، د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو د ځانگړي استازي مارک گراسمن او د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشراوباما خاص مرستیال ډاگ لوټ سره له دوه زره څوارلسم كال وروسته د دواړو هېوادونو پر ستراتيژيكو اړيكو خبرې كوي.
ويل كيږي په دې خبرو كې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيك سند د لاسليك كېدو لپاره د لارې د پرانيستل كيدو هڅي هم وشي.
د امريكا د بهر نيو چارو وزارت وايي، چې:
د افغانستان او امريكا ترمنځ ستراتيژيك سند به د دواړو هېوادونو د ژورو اړيكو او اوږد مهالو همكاريو تگلورى څرگند او په ډاگه كړي.
د نړيوالو رسنيو د رپو ټ له مخې د امريكا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري كلينټن او د افغا نستان د ملي امنيت رييس رنگين داد فراسپنتا له يو بل سره كتلي او د دواړو هېوادونو ټيټ پوړيو مقا ماتو په سپينه مانۍ او د امريكا په بهر نيو چارو وزارت كي خبري كړي.
اسوشيټيډ پريس رپوټ وركړى، چې دواړه خواوې اوس هم له ۲۰۱۴ ع كال وروسته د افغا نستان له اډو څخه د امريكايي پو ځيانو د استفادې د شرايطو پر سر اختلاف لري .
ويل شوي، چې:
سربېره پردې به، دواړه هېوادونه د امنيت، حكومتدارۍ، اقتصاد، ټولنيزې پراختيا او سيمه ييزو مسايلو په اړه هم خبرې وكړي.
دا خبرې په داسې حال كي كيږي، چې د ۲۰۱۰ ع كال د مي په مياشت كې د امريكا ولسمشر بارك او باما او د افغا نستان ولسمشر حامد كرزي ژمنه كړې وه، چې د افغانستان او امريكا د ستراتيژيك گدون پر همكارۍ به گډه اعلاميه تازه كړي