تازه خبرونه
په وردګ ولایت کې هوایي بریدونه د دوحې له تړون سره سم تر سره شوي – امریکا
په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو نن (دوشنبه د لړم ۵) د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې په میدان وردګ ولایت کې یې د تېرې شپې هوایي برید له دوی سره د امریکا له هوکړې سرغړونه یاده کړې وه.
د دغو ځواکونو ویاند په خپل یوه تویت کې څرګنده کړې، چې برید د تړون له مخې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ترسره شوی دی.
د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي؛ په دې برید کې، چې تېره شپه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې تر سره شوی؛ لږ تر لږه پېنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
امریکايي ځواکونو په دې هوایي برید کې د ملکي زیانونو رامنځته کیدل رد کړي دي.
طالبانو په یوه تویت کې د دغه برید غندنه کړې او امریکایي ځواکونه یې د دوحې له تړونه پر سرغړونه تورن کړي دي.
طالبانو دا هم ویلي، چې په دې برید کې درې ماشومان وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملي دفاع وزارت پرته له دې، چې د امریکا د هوايي بمبارد په اړه څه ووایي؛ په ډاګه کوي، ګې د میدان وردګ ولایت په سید آباد او نرخ ولسوالیو کې د طالبانو د بریدونو په ځواب کې لږ تر لږه ۲۶ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.