سیمه ییز خبرونه

په وردگو كي د شيد و د پروسيس فابريكه گټي اخستني ته وسپارل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په ورگو ولايت كي د تركيې د ولايتي بيا رغاوني ډلې له خوا   د شيد و د پروسيس يوه فابريكه جوړه او گټي اخستني ته وسپارل شوه.

د وردگو ولايت يو شمېر اوسيدونكي وايي، چې:

د دې فابريكي په جوړيدو به د مالدارو ستونزي لږ، توليدات به په وخت پروسس او بازار ته وړاندې شي.

د شيدو د پروسيس دغه فابريكه په وردگو كې د تركيې د بيارغونې د ډلې په مالي مرسته په ميدان ښار كې  جوړه شوې او د دغه هېواد د د فاع وزير عصمت يلماز له خوا د پنجشنبې په ورځ(د وري۱۵)  پرانيستل شوه.

د دغه ولايت د وترنرۍ  رييس محمدالله وايي، چې:

دا كارخانه د يو تر كيي شركت له خوا د يو كال په مود ه كي د ۱۳۷ زره ا مريكا يي دالرو پر لگښت جوړه شوې ده.  د وردگو ولايت د وترنري رييس د دې فابريكې جوړيدل د مالدارانو لپاره گټوره گڼي.

په دغه ولايت كې يو شمېر مالداران وايي، چې له دې وړاندې به يې ډېرې شيدې خرابيدې او په وخت به يې بازار ته نه  رسولى  نه شوې.

د ا فابريكه په نهه خونو كې د بېلا بېلو ما شينونو په درلودو  رش(قيماق)، مستې  جوړول او د زياتې مودي لپاره د شيدو ساتني امكانات لري.

Trending

Exit mobile version