سیمه ییز خبرونه
په وردگو كې له خلكو سره د ناوړه چلند شواهد نشته- آيساف
.په كابل كې د آيساف قومانداني وايي، چې: موږ په ميدان وردگو ولايت كې پر نړوالو ځواكونو د لگول شويو تورنو په باب اسناد نه لرو
افغان ولسمشر څو ورځې وړاندې د ملي امنيت شورا په غونډه كې فرمان وركړ، چې تر راتلونكيو دوه اوونيو پورې دې د ميدان وردگو له ستراتيژيك ولايت څخه امريكايي ځانگړي ځواكونه ووځي.
د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي ، چې:
افغان حكومت دا پرېكړه له هغې وروسته كړې، چې په وردگو ولايت كې د امريكايي ځانگړيو سرتېرو له خوا د خلكو د اختطاف او شكنجې رپوټونه ور ورسيدل.
افغان ولسمشر په داسې حال كې له وردگو څخه د امريكايي ځانگړيو سرتېرو او د هغو د افغان ملاتړو د ويستلو حكم كړى، چې افغانانو ته د مسووليتونو د ليږد د كميسيون رييس داكتر اشرف غني احمد زي څه موده وړاندې په دغه ولايت كې د وسلوالو مخالفينو د فعاليتونو له زياتيدو څخه اندېښنه ښودلې وه.
په كابل كې د آيساف ځواكونو وياند كونتركتز وايي:
مونږ د ناوړه چلند په اړوند ټول تورونه جدي گڼو او خپله هڅه كوو، چې په دې باب واقعيتونه روښانه كړو . په ميدان وردگو ولايت كې د ځانگړيو سرتېرو د غير مسلكي چلند په باب ډېر تورونه لگول شوي، خو تر اوسه هيڅ داسې شواهد نه شته، چې دا تورنه ثابت كړي.
په تېرو كې د امريكايي ځواكونو خپلسري عمليات د افغان دولت او نړيوالې ټولنې تر منځ يوه لانجمنه مسله وه، خو آيساف وايي، چې اوس د دوى ټول عمليات له افغان ځواكونو سره په همغږې كې تر سره كيږي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر له دې وړاندې امنيتي اورگانونو ته سپارښتنه كړې وه، چې په هيڅ ډول به په پوځې عملياتو كې له نړيوالو ځواكونو څخه د هوايي ملاتړ غوښتنه نه كوي.
