1393ټاكنې

په وردگو کې د ټاکنو د امنیت لپاره امنیتي ځواکونه پخپلو ژمنو ونه دریدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په وردگو کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون چارواكي وایي، چې د ټاکنو د امنیت لپاره امنیتي ځواکونه پخپلو ژمنو ونه دریدل.

په داسې حال کې، چې د تېرې شنبې په ورځ(د وري۱۶) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکنې تر سره شوې؛ خو له وردگو ولایت څخه تر لاسه شوي رپوټونه وایي، چې د ټاکنو په ورځ د ناامنیو له کبله د رایو یو شمېر مرکزونه وتړل شول.

په وردگو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس نورالله پیغام وايي:

د ټاکنو په ورځ د سید آباد په سالارو او دایمیردادو ولسواليو کې د ټاکنو کارکوونکي او څارونکي د وسلوالو ‌طالبانو په محاصره کې بند او په نښته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون شپږ کارکوونکي ټپیان شول.

د پېښې په تړاو د دغه ولایت امنیتي چارواکو څه دي ويلي.

ښاغلى پيغام وايي، چې تر اوسه له دوه ولسوالیو څخه د رایو ټول صندوقونه مرکز ته را لیږدول شوي دی.

دوی ډاډ څرگند کړ، چې له زیاترو مرکزونو څخه د رایو صندقونه د ولسوالیو مرکزونو ته هم را لیږدول شوی دي.

د وردگو په راشک، اب شیرو، بهسودو ولسواليو او په مرکز کې د رای شمېرنې لومړنیو پایلو ښودلې ده، چې داکتر عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزي او زلمي رسول په ترتیب سره لومړى، دوه یم او درېیم ځاى خپل کړی او قطب الدین هلال او عبدالرب رسول سیاف څلورم او پېنځم ځای نيولى دى.

Trending

Exit mobile version