تازه خبرونه
په وردگ ولایت کې لیونیو سپیو خلک داړلي دي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
چارواکي وایي، د وردگو د سید آباد ولسوالۍ د تنگي درې په سیمه کې لیونیو سپیو څوارلس تنه داړلي دي.
د وردگو ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې داړل شوي کسان نهه ماشومان او درې ښځې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټپیان د درملنې په موخه کابل ته لیږدول شوي؛ خو د سیمې خلک وایي، چې لیونیو سپیو په جوی زرین، تیمورخېلو، حسن خېلو او زاموچ کلیو کې شاوخوا اویا تنه داړلي دي.