سیمه ییز خبرونه

په وزير محمد اكبر خان روغتون كې د معدې د درملنې څانگه فعاله شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل ښار د وزير محمد اكبر خان په دولتي روغتون كې د معدې د ناروغيو د درملنې څانگه فعاله شوه.

روغتيايي مسولين وايي، د افغانستان په كچه د معدي د ناروغيو دغه لومړنۍ تشخيصه څانگه په پرمختلليو طبي وسايلو سمبال شوې، چې پرې درې سوه پنځوس زره يورو لگښت راغلى دى.

د وزير محمد اكبرخان روغتون د دې تشخصيه څانگې لگښت د سلواك هېواد له خوا وركړشوى دى.

په كابل كې د سلواك سفير جان بويري د دې تشخصيه څانگې د پرانيستو پر مهال زمنه وكړه، چې هېواد به يي د روغتيا او پوهنې په برخو كې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل د دې څانگې پرانيسته ډېره اړينه بولي او وايي، وروسته له دې به د معدې په ناروغيو اخته كسان اړ نه وي، چې بهر ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

د ويلو ده، چې د وزيرمحمد اكبر خان روغتون پنځوس كاله مخكې پخوانۍ چكو سلواكيا جوړ كړى دى.

Trending

Exit mobile version