تازه خبرونه

په وسلو او جنګي وسایلو د افغان پوځ د سمبالولو کار روان دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي؛ د پوځ د پیاوړتیا لپاره یې اوږدمهاله پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي دي او وايي چې له هیواد څخه په خپلواکه توګه د د دفاع لپاره، د پوځ د استخباراتو، انجنیرۍ او هوايي ځواک په پیاوړي کولو جدي کار کوي.

پوځي کارپوهان هم په دې باور دي چې د پوځ د پیاوړي کولو لپاره افغاني طرحې او پروګرامونه ګټور تمامیدای شي.
افغان امنیتی ځواکونه، په ځانکړې ډول د افغانستان ملی‎ي اردو د ټول هیواد امنیتي چارې په غاړه لري.
ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په پیلولو سره د افغان پوځ د سمبالولو، سلا مشورې او روزنې هڅې پیل کړي دي.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري وایي چې دوی په بیلا بیلو برخو کې د پوځ د پیاوړتیا لپاره مهمې تګلارې لري چې په عملي کیدو به يې افغان ځواکونه په خپلواکه توګه د هیواد څخه د دفاع وړتیا پیدا کړي.
ښاغلی وزیري وايي چې په پرمختللو وسلو او جنګي وسایلو د افغان پوځ د سمبالولو لپاره جدي کار روان دی.
ځینې کارپوهان پدې باور دي چې افغان پوځ په راتلونکې باید په نړیوالو مرستو متکي نه وي او په کار ده چې افغان دولت په دې برخه کې په خپله لاس په کار شي.

Trending

Exit mobile version