تازه خبرونه

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له سیاسي مشرانو سره د تذکرو په اړه خبرې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په برښنایي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو د ذکر پر سر د راپورته شویو ستونزو د حل لپاره ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ یو شمېر سیاسي مشران ولسمشرۍ ماني ته غوښتې وه او په برښنایي تذکرو کې یې د ستونزو د حل په موخه ور سره خبري اتري کړي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي دغه مطلب تائیدوي؛ خو له جزیاتو ورکولو ډډه کوي.

په تېره یوه میاشت کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو او ښارونو کې خلکو د اسلام او افغان کلمې د نه ذکر کیدو په تړاو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی.

لاریون کوونکیو له حکومت څخه وغوښتل، چې که دغه کلمې په برښنایي پېژندپانو کې ذکر نشي؛ نو دوی به هیڅ کله هم دغه ډول پیژند پاڼې وا نخلي.

Trending

Exit mobile version