تازه خبرونه

په ولسي جرګه کې بیا هم د نوي کال بودجه بې برخلیکه پاتې شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د راتلونکي کال د بودجې سند بیا هم په ولسي جرګه کې بې برخلیکه پاتې شو.

که څه هم دغه سند د عمومي غونډې په عمومي اجنډا کې نیول کیده؛ خو د استازیو د اعتراضونو له کبله رایو ته کینښودل شو.

په ولسي جرګه کې د لوګر استازی انجنیر صاحب خان وابي، اوسني وضعیت ته په پاملرنه اړتیا ده، چې دغه سند ژر د ولسي جرګې لخوا تائید شي.

 خو ځینې نور بیا مخالف نظر لري.

په ولسي جرګه کې د فراه استازی سمیع الله صمیم وايي، د ۱۳۹۶ل کال د بودجې سند ډېرې ستونزې لري؛ د جرګې له غړیو غواړم، چې دا سند رد کړي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي بیا امر وکړ، چې سند دې راتلونکې اوونۍ تر بحث لاندې ونیول شي.

د ولسي جرګې د مالي چارو او د بودجې کمیسیون رییس امیر خان یار وایي، په سند کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی او د ولسي  جرګې ځینې غړي  په خپلو سیمو کې د ځینو پروژو د نه تطبیق له کبله د بودجې د تصویب مخالف دي.

د راتلونکي کال د بودجې سند څلور سوه اته ویشت میلیارد افغانۍ دی، چې څلیریشت په سلو کې یې عادي او ۳۶  نور یې پراختیایي دی.

که څه هم له یوې اوونۍ لږ وخت پاتې دی، چې د ولسي جرګې غړي د ژمي رخصتي پیل کړي؛ خو د شپږ نویم کال د بودجې سند نن هم وروستی نشو او بلې ناستې ته پاتې شو. 

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version