سیمه ییز خبرونه

په ولسي جرگه كې د مافيا يوه كړۍ د حكومت د چارو خنډ كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:

په ولسي جرگه كې دننه د مافيا يوه كړۍ  شتون لري، چې پخپلو سرغړونو د حكومت د كار مخه نيسي.

ښاغلى زاخېل وال وايي:

د هغو استازيو د غوښتنو د نه منلو پرلامل، چې د نشه يي توكو په قاچاق او مالي فساد كې لاس لري ولسي جرگې ته استضاح شوى دى.

ښاغلى زاخېلوال د دوشنبې په ورځ(د غويى۱۶) ولسي جرگې ته استيضاح شو، خو له ورتگ څخه يې ډډه وكړه.

د ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي:

په ولسي جرگه كې د مافيا يوه كړۍ شته، چې كله  زه  د حكومت په  اړينو كارونو كې  اخته شم  راته ستونزې جوړوي.

نوموړى وايي:

تېركال، چې حكومت د توكيو ناستې ته تيارى نيوله ولسي جرگې ته استيضاح شوم او اوس هم د كلني حساب د وركولو پرمهال استيضاح كيږم.

هغه وايي، د دغې كړۍ غوښتنې به د ماليې وزارت لخوا هيڅكله ونه منل شي او كه اړتيا پېښه شوه نومونه او اسناد به يې هم رسنيو او ولسمشر ته وړاندې شي.

له دې مخكې هم دغه وزارت د ولسي جرگې له ستونزو جوړولو خبر وركړى و. د كورنيو چارو وزير غلام مجتبى پتنگ هم ويلي ول، چې د دندې له پيلولو وروسته د ولسي جرگې د يو شمېر غړيو لخوا دې وزارت ته له ۱۵ زره څخه ډېرغوښتنليكونه تر لاسه شول، چې د دې وزارت كاري چارې يې له خنډونو سره مخ كړې دي.

Trending

Exit mobile version