سیمه ییز خبرونه
په يو پرانستې ليك كې د سوداگرۍ وزارت ستونزو ته د جدي پاملرنې غوښتنه شوې
سوداگرۍ وزارت يو شمېر لوړ پوړيو چارواكو افغان ولسمشر حامد كرزي ته په يو ليك كې د سوداگرۍ وزارت د سون توكو په قراردادونو كې په پراخ فساد او په دغه وزارت كې د حكومتي اصولو خلاف د خپلو لسگونو خپلوانو په مقررولو تورن كړى دى.
د دغه ليك په يوه برخه كې، چې د سوداگرۍ وزارت د خصوصي برخې د ملاتړ معن متصل كومكي په مشرۍ د دغه وزارت پېنځلس لوړ پوړيو چارواكو لاسليك كړى او رسنيو ته رسيدلى دى؛ له ولسمشرڅخه غوښتل شوي، چې په دغه وزارت كې د استبداد او گډوډيو وارولو ته دې جدي پاملرنه وكړي.
په دغه ليك كې راغلي چې د سوداګرۍ وزير انوار الحق احدي له ايران سره د ۳۰۰ زره ټنو ، له قزاقستان سره د ۱۴۰ زره ټنو تېلو، له يو بل بد نام شركت سره د ۷ زره ټنو گازو او له روسيې سره د ۵ زره ټنو تېلو په قراردادونو كې ناوړه گټه پورته كړې او دا قراردادونه يې نه يوازې له بازار څخه په لوړه بيه لاسليك كړي، بلكې د وزير ځانگړيو خلكو ته وركړ شوي دي.
په دغه ليك كې ويل شوي:
له ايران څخه، چې كوم تېل افغانستان ته وارديږي د ايران د هسټوي بټيو پاتي شوني مواد دي، چې چاپېريال او انساني روغتيا ته ضرر رسوي.
په دغه ليك كې همدراز په ډاگه شوې، چې انوار الحق احدي په تېر يو كال كې شاوخوا يو سل و دېرش تنه خپلوان او د خپل گوند غړي په دغه وزارت كې غيرقانوني مقرر كړي، چې هر يو ته د مياشتې له لس زره افغانيو نيولې بيا تريو سل و پېنځه اويا زره افغانيو معاش وركول كيږي.
د سوداگرۍ وزارت معين متصل كومكي زياتوي، چې په دغه ليك كې راغلي:
كه څه هم يو شركت غوښتل په ټيټه بيه افغانستان ته تېل وارد كړي، خو د نامعلوم دليل له مخې يې وزيرغوښتنليك رد كړى د ى.
د دغو تورونو په اړه د سوداگرۍ د وزير انوار الحق احدي او وياند په گډون هيڅوك له آريانا رتديو –تلويزيون له خبريال سره خبرو ته چمتو نه شول.
هغه مكتوب، چې څه موده وړاندې سوداگرۍ وزارت ته د لويې څارنوالۍ له خوا ليږل شوى و؛ په ډاگه كوي، چې د وزير د دفتر رييس هم په جعلي اسنادو په دغه وزارت كې مقرر شوى دى.