1393ټاكنې
په ټاكنو كې به تقلبي رايې ونه كارول شي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په پلازمېنه او ولايتونو كې ناامنيو زور اخيستى او داسې اندېښنې هم شته، چې ښايي په ولايتونو كې تقلبي رايي وكاريږي او درغلۍ وشي.
د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون غړى نادر محسيني ډاډ وركوي، چې د ټاكنو برخليك به تقلبې رايې ونه ټاكي.
د ملي ائتلاف غړى داكتر نجيب يوسفي وايي:
په ناامنو سيمو كې بايد د رايو صندوقونه كښېنښودل شي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ فيفا رييس جانداد سپين غروايي، چې ښايي له ټاكنو وروسته شكايتونه سم ونه څيړل شي.
ښاغلى سپين غر زياتوي، كه د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون خپله دنده سمه تر سره نه كړي، ستونزې به را ولاړې شي.
د يكشنبې په ورځ(د وري۱۰) د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون له مدني ټولنو او رسنيو سره يوه غونډه در لوده، چې شكايتونو ته د لاسرسۍ په اړه خپل معلومات ورسره شريك كړي.