سیمه ییز خبرونه
په ټاكنو كې درغلي به نړيوالې ژمنې زيانمنې كړي
د سولې د ساتنې په برخه كې د ملگرو ملتونو د سرمنشي مرستيال د پنجشنبې په ورځ(د وري ۷) په كابل كې يوې خبري غونډه ته وويل، په افغانستان كې د ټاكنو د تر سره كيدو لپاره ژمن يو.
هغه خبردارى وركړ، چې په ټاكنو كې پراخه درغلي به نه يوازې دا، چې د ټاكنو پر وروستيو پايلو اغېز وكړي، بلكې له افغانستان سره به د نړيوالو مرستې او ژمنې هم اغېزمنې كړي.
د سولې د ساتنې په چارو كې د ملگرو ملتونو د سرمنشي مرستيال اروي لتسوس وايي:
په راتلونكيو ټاكنو كې له درغليو څخه مخنيوى د افغان دولت او افغانانو مسووليت دى؛ خو د كورنيو او بهرنيو څارونكيو شتون به د رڼو ټاكنو ضمانت وكړي.
نوموړي وويل، ملگري ملتونه به په راتلونكيو ټاكنو كې بې پرې عمل وكړي او ټينگار يي وكړ، چې د ټاكنو تر سره كيدل هغه پروسه ده، چې بايد مالكيت يي افغانان ولري او نړيواله ټولنه به په دې برخه كې مرسته كوي.
هغه وايي:
ملگري ملتونه د افغان دولت تر څنگ د دې پروسې د برياليتوب لپاره چمتوالى لري او هيڅ راز لاسوهنه به په كې ونه كړي.
نوموړى افغانستان ته روان كال مهم بولي او هيله من دى، چې د سياسي واك ليږد په سوله ييز ډول تر سره شي.
ښاغلي اروي لتسوس په ډاگه كړه، چې:
كانديدان بايد سر له اوسه قانع شي، چې د ټاكنو پايلې ومني؛ ځكه راتلونكيو تاكنو ته چمتوالى د تېرو ټاكنو په پرتله ښه روان دى.
د سولې د ساتنې په چارو كې د ملگرو ملتونو د سرمنشي مرستيال همدا راز وايي، د افغانستان د ديموكراسۍ دښمنان هڅه كوي، چې د رايو صندوقونو ته د افغانانو د تگ مخنيوى وكړي؛ خو دا چاره د ټولو افغانانو استازيتوب نه كوي.