سیمه ییز خبرونه
په ټاكنو كې دې د ښځو د گډون لپاره خوندي چاپېريال جوړ شي- فریده خنجانی
د ټاكنو د كميسيون چارواكي وايي، په افغانستان كې د ناامنيو پراختيا به په راروانو ټاكنو كې د ښځو د گډون بهير پيكه كړي.
زمونږ په ټولنه كې نه يوازې نرينه، بلكې ښځې هم، چې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو د ټاكنو په ورځ په ټاكنيزو مركزونو كې خپلې امنيتي اندېښنې په ډاگه كوي.
د ټاكنو كميسيون د ښحو د څانگې مشره فریده خنجانی وايي:
كه د ټاكنې په ورځ هر اړخيز امنيت ته پاملرنه ونه شي، په ټاكنو كې به د ښځو ونډه ډېره پيكه وي.
د نوموړې په وينا، نه يوازې ناامنۍ د ښځو د راى اچونې په وړاندې خنډ دي، بلكې په افغانستان كې حاكم دودونه او د ښحو تر منځ د اړين پوهاوي نشتون هم ښځې د راى اچونې صندوقونو ته له ورتگ راگرزوي.
آغلې فریدې خنجاني په ډاگه كړې، چې په ټاكنو كې د ښځو گډون د ټينگار وړ دى او د دوى لپاره د پوهاوي ځانگړي پروگرام د كار لاندې دى.
دغه راز د افغانستان د بشري حقونو كميسيون هم د ناامنۍ پر لامل په راروانو ټاكنو كې د ښځو پر بشپړ گډون اندېښنه څرگنده كړې ده؛ خو امنيتي بنسټونو د تل پشان ژمنه كړې، چې ټاكنې به په ډاډمنه توگه تر سره كيږي.