سیمه ییز خبرونه

په ټاكنو كې دې ښځې له سياسي ملاتړ، نه بې برخې كيږي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

تر هغې، چې په افغانستان كې د ښځو حقوق له سياسي ملاتړ څخه برخمن ښځې شوي نه وي؛ نشي كولاى په ټاكنو كې فعاله برخه واخلي.

د ټاكنو په قانون كې د ښځو د سياسي حقونو په اړه د عدالت غوښتنې ډلې په كابل كې  د يوې ناستې  پر مهال د ښځو د حضور او هڅو يوه طرحه وړاندې كړه.

په هغه طرحه كې، چې د ښځو د سياسي حقونو په اړه  د عدالت غوښتنې ډلې د پنجشنبې په ورځ (د وري۱۴) وړاندې كړي ويل شوي، چې:

د ولسمشرۍ او ولسي جرگې څوكيو ته له ښځينه نوماندو څخه نقدي ضمانتونه او لاسليكونه راټولول دې د نارينه وو په پرتله نمايي كچې ته را ټيټ شي.

د ټاكنو په قانون كې د ښځو د سياسي حقونو په اړه د عدالت غوښتنې ډله وايي، چې:

د وړاندې شوې طرحې په پلې كولو به په ټاكنو كې د ښځو سياسي حضور زيات شي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو يا فيفا بنسټ رييس جانداد سپين غر اندېښمن دى، چې كه دغه وړانديزونه ونه منل شي؛ نو د يادې ډلې مثبت اغېز به له پوښتنو سره مخ شي.

همدا راز په دغه طرحه كې راغلي، چې:

د ټاكنو په خپلواك كميسيون او د ټاكنو د شكايتونو د اوريدو په كميسيون كې د غړيتوب لپاره هم  له دېرش څخه تر پنځوس سلنې جنسي مساواتو ته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې په تېره يوه لسيزه كې د ښځو د حقونو په اړه د ښځينه هڅاندو څرگندونو د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى څه نا څه اغېزمن كړى دى.

Trending

Exit mobile version