سیمه ییز خبرونه

په ټاكنو كې د اسلامي حزب ګډون د مشرانو جرګې د هركلې وړ وګرځېد

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مشرانو جرګې د انجنیر ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب د هغه اقدام هركلى وكړ، چې غواړي په راتلونكو ټاكنو كي ګډون وكړي.

مشرانو جرګه د اسلامي حزب دغه اقدام د سياسي او امنيتي بهير لپاره ډير مهم ګڼي او وايي هيله لري دا ډله له جګړې څخه لاس په سر او د خپلو غوښتنو د ترلاسه كولو لپاره د خبرو لار خپله كړي.

په ټاكنو كې د انجنیر ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب ګوند ګډون د مشرانو جرګې د هركلې وړ وګرځېد.

محمد علم ايزد يار د مشرانو جرګې مرستيال، رڼا ترین او لیلما احمدي د مشرانو جرګې غړو دا اعلام د سولې او ثبات د راوستلو لپاره ښه اقدام بولي.

نوموړي وايي، چې حكمتيار دې تر دې وروسته له جګړې لاس واخلي او د خپلو حقوقو د ترلاسه كولو لپاره دې له مدنې لارو چارو كار واخلي.

خو د مشرانو جرګې غړي هدایت الله رهایي او بلقیس روشن د حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب دغه اعلام ته د سياسي چل په سترګه ګوري.

د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب څانګې وياند غېرت بهير له آريانا تلويزيون سره په خبرو كې هغه خبرونه تائيد كړل، چې وايي، له خپلو ملاتړو څخه يې د ولسمشرۍ په راتلونكو ټاكنو كې د ګډون غوښتنه كړې.

هغه وايي، تر اوسه د كوم ځانګړي كانديد څخه په ملاتړ هوكړې ته نه دي رسېدلي، خو په دې اړوند به هم خپل دريځ روښانه كړي.

Trending

Exit mobile version